کندهار کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۲:۴۱
r

د کندهار ولایت په ډنډ او ارغنداب ولسوالیو کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
څلورو ترهګرو غوښتل چې د کرز سیمې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې څلور واړه وژل شوي دي.
همداراز د ارغنداب ولسوالۍ په دلاهور سیمه هم دوه ترهګرو ماین ځای پر ځای کولو، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې دواړه ترهګر وژل شوي دي.