کندهار کې شپږ ترهګر طالبان ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۲:۵۳
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له منسوبینو سره یو ځای د کندهار ښار د پینځمې، اتمې او دولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو شپږ غړي نیولي دي.
د نیول شویو کسانو په منځ کې د یادې ډلې د استخباراتو یو غړی هم شامل دی او له دې کس څخه یو اندازه وسلې او نظامي تجهیزت هم ترلاسه شوي دي.