کندهار کې د یوه ماین خښوونکي ترهګر د نیول کېدو سربېره؛ غزني، ننګرهار او فراه کې له درېیو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

کندهار پولیسو یو ترهګر د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیولی دی.
یاد ترهګر د کندهار ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه اوپراتیفي اقدام په پایله کې نیول شوی او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې د مقناطیسي ماینونو په ګڼو قضیو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
بلخوا؛ ملي پولیسو د غزني ښار په دویمه حوزه، د جلال اباد ښار په نهمه حوزه او همدارنګه د فراه ښار د سیداباد سیمې په اړوند سیمو کې هم د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترورېستي بریدونو په پار د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.