کندهار کې د هدفي وژنو یوه ترهګریزه ډله ونیول شوه

له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په کندهار کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هغه ترورېستي ګروپ پنځه غړي نیولي، چې په کندهار کې یې هدفي وژنې او چریکي عملیات ترسره کول.
دغه ترورېستي شبکه چې د "مزمل شبکه" نومېږي، سرګروپ یې "حافظ بلال" دی او د بلوچستان له چمن څخه رهبري کېږي او پنځه غړي یې هر یو حمیدالله، لعل اغا، نقیب الله، عبدالباقي او وکیل احمد له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو لخوا نیول شوي او ترې لا زیاتې څېړنې او ګروېږنې روانې دي.
یادې ډلې په کندهار ښار کې د ترهګریزو عملیاتو او نظامي افسرانو د وژنې مسوولیت پر غاړه درلود.