کندهار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په کندهار ښار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران نیولي.
د یادو کسانو له ډلې یو یې د شپږمې حوزې په اړوند سیمو او بل یې د کندهار په هوايي ډګر کې نیول شوي.
د نشه يي توکو له قاچاقبرانو ۲۰ کیلو ګرامه ښیښه یوځای چې په یوه فېلډر موټر کې یې ځای پر ځای کړې وه؛ نیول شوې او همداراز یو شمېر نوره ښیښه چې په ۳۶ بوتلو کې ځای پر ځای شوې وه او قاچاقبر غوښتل متحده عربي اماراتو ته یې ولېږدوي، د پولیسو لخوا نیول شوي.