کندهار کې د بریدګرو ۱۱ کسیزه ډله ونیول شوه.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د بریدګرو یوه ۱۱ کسیزه ډله نیولې، چې په ښار او ولسوالیو کې یې مخامخ نښتې، ماین جوړونې او ماین خښونې ترسره کولې.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او دوه توغندي هم نیول شوي دي.
همداراز د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند په پُل سوخته سیمه کې هم ترهګرو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.