کندهار کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کندهار ښار او تخته پُل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه دوه تنه د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د دوه عرادو موټرو د غلا په تړاو نیول شوي، د اومې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې یو عراده غلا شوی موټر ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوی او همداراز یو کس د تخته پُل ولسوالۍ په سیمو کې د یو عراده موټر د غلا په تړاو نیول شوی دی.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او د لا زیاتو څېړنو لپاره به اړونده بنسټ ته وسپارل شي.