کندهار کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۳۹
y

د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په سور سخر سیمه کې ملي پولیسو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې له دښمن سره د کمین په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او ۱۳ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
همداراز د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ترهګرو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی دی.
د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې دوه ترهګر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په یادو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.