کندهار کې؛ ۱۱۵ روږدي درملنه او ۱۸ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۱:۱۰
sfsfsf

د کندهار نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له یوې اونۍ راهیسې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۸ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي چې له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس، شیشه، ومان، کیمیاوي توکي او یو موټر ترلاسه شوی دی.
همداراز د یادو په عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ جریبه نشه یي کروندې تخریب او ۱۱۵ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.