کندهار او غزني کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۱:۵۹
7

د کندهار او غزني ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو په "مقر، ده یک او معروف" ولسوالیو کې د درېیو جلا نښتو په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان وژلي او ۱۱ نور يې ټپيان کړي دي.
د دې نښتو په لړ کې؛ د غزني ولایت په مقر او ده یک ولسوالیو او د غزني ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې ترهګر ټپيان دي.
همداراز د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو او د کندهار د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو تر منځ نښته کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.