کندهار، ننګرهار او بلخ کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

پولیسو د کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د سړک غاړې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند غازي پارک سیمه کې، د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په څلورمه حوزه کې او همدارنګه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سړک پر مسیر د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.