کندز کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ په آق تپې سیمه کې ګډو امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د ترهګرو طالبانو په پټنځایونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو طالبانو د مشهور قومندان نعمت الله مشهور په مختار په ګډون درې تنه ټپيان دي.
همداراز د کندر په مرکز قیماقچي سیمه کې ترهګرو طالبانو ته تړلي پنځه کسان هم وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې نښتو په لړ کې دوه ملکي کسان شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي.