کندز کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره ورځ د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه په نښه او ډېری سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې.
د عملیاتو پرمهال ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې ملي پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.