کندز کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۳:۳۶
6

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ملي اردو له کمانډو ځواکونو سره د کندز ولایت په چهار دره او امام صاحب ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د دوه کلیدي ډلمشرانو په ګډون ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر نظامي تجهیزات او جنګي تسلېحات چې لسګونه میله کلاشینکوفونه، ماینونه، اووه عرادې موټرسایکلونه او ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي پکې شامل وو؛ کشف او ترلاسه کړي دي.