کندز کې یو شمېر الکولي څښاک او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۵۷
6

د تېرو دوه ورځو په لړ کې پولیسو د کندز ښار د اومې او اتمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰ کیلو ګرامه چرس، دوه کیلو ګرامه تریاک، اته بوتله الکولي څښاک او ۱۱ قرصه تابلېت "کا" کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیو په تړاو دوه تنه نیول شوي او دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوي دي.