کندز کې پولیسو یو تن له ۱۷۰۰ نشه یي ګولیو سره ونیوه
د کندز امنیه قوماندانۍ منسوبینو یو تن د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو د کندز ښار په مربوطاتو کې نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه یو زر او ۷۰۰ نشه یي ګولۍ، یو میل تومانچه او یوه اندازه چرس او شیشه هم ترلاسه شوې ده.