کندز کې شپږو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پرچمن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي ډلمشر نیولی دی.
یاد کس پدې ولایت کې په بېلابېلو ماین خښونو کې لاس درلود.
همداراز تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو کندز کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یو پایه هاوان او مخابرې په ګډون یو شمېر نور جنګي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.