کندز کې دوه وسله وال غله ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۹:۱۳
ی

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په علي اباد ولسوالۍ کې دوه وسله وال غله نیولي.
تېر مازدیګر دوه وسله والو غلو د بغلان ولایت له اړوند سیمو یو عراده کرولا ډوله موټر تښتولی او موټر چلوونکی یې په وسلو ګواښلی، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له یادو کسانو دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.