کندز کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کندز ولایت پولیسو د کندز ښار په اړوند سیمو کې درې تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
تېر سهار پولیسو د کندز ښار د حاجي حیدرقُل په سیمه کې یو کس نیولی، چې غوښتل یې له ښکاري ټوپک څخه په استفاده د یادې سیمې یو مېشتی ووژنې.
همداراز د کندز ښار په اړوند سیمو کې دوه تنه نور هم د خلکو د ځورونې او ژوبلې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.