کندز پولیسو یو تن د کورني بند او تاوتریخوالي څخه وژغورلو
کندز دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، یو تن له ظالمانه کورني زندان څخه چې کلونه په کور کې د خپلو خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوی وو او جسمي او روحي زخمونه یې پورته کړي وو خلاص او د درملنې په موخه روغتونو ته ولېږدول شو.
د یاد کس پلار او ورور چې کلونه یې دا ستر ظلم او جنایت کړی وو، نیول شوي او د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.