کندز ولایت کې د سلګونو کیلوګرامو نشهیي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د ایرنګ په سیمه کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یو تن له ۱۲۰ کیلوګرامه نشهیي توکو او ۴۹ کیلوګرامه چرسو سره ونیول شو. یاد توکي په ډېر ماهرانه ډول په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چی نیول شوي کس غوښتل قاچاق یې ترسره کړي.
نیول شوی کس به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.