کاپیسا کې څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

د کاپیسا ولایت د ملي پولیسو منسوبینو څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې او غلا په تړاو نیولي دي.
دا کسان تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وو او په کاپیسا کې په بېلابېلو جنايي قضیو تورن دي؛ چې تېره ورځ د کاپیسا د مرکز محمود راقي په اړوند سیمو کې د پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
ملي پولیس په ځانګړي ډول د کاپیسا پولیس ورځ تر بلې هڅه کوي، څو د جرمونو په وړاندې په کلکه ودرېږي او د مجرمینو د نیولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.