کاپیسا کې د وسلو د یوه قاچاقبر د نیول کېدو سربېره؛ کندهار او ننګرهار کې شپږ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت د حصې اول ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو یو قاچاقبر له یو اندازه مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نیولی دی.
همداراز؛ یادو ځواکونو د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کې هم یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له دوه میله وسلو او نظامي تجهیزاتو سره نیولي دي.
په همدې حال کې؛ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو میل کلاشینکوف وسلې او یو اندازه مهماتو سره نیولي دي.