کاپیسا کې دوه تنه د وسلو د لېږد او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۲۸
asdfafd

د کاپیسا امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یاد ولایت مرکز ته څېرمه کورتاز سیمه کې دوه تنه له دوه میله کلاشینکوفونو، یوې توپنچې، اته شاجورونو، ۵۳۰ د پیکا مرمیو، یوې ډبرینې مجسمې، ۱۳۰ د کلاشینکوف مرمیو، نظامي یونیفورم، یو کیلوګرام شیشې، یوه اندازه تریاکو او درې مبایلونو سره نیولي دي.

پولیسو نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.