کاپیسا او هلمند کې درې تنه د غلا په تړاو نیول شوي
پولیسو په کاپیسا او هلمند ولایتونو کې د کورونو د مالونو او وسایطو د غلا په تړاو درې تنه نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د کاپيسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له اړوند سیمو د کورونو د مالونو د غلا په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو د منزل د تلاشۍ په پایله کې یو شمېر غلا شوي مالونه ترلاسه او مالک ته یې سپارل شوي دي.
همداراز پولیسو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له یو عراده غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای نیولی دی.