کاپیسا او سمنګان کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۱:۱۰
7


د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکزي سیمو او همدارنګه په نجراب او کوهستان ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د وسله والو غلاو، باج اخیستنې، جنسي تېري، د غیرقانوني وسلو لېږدونې او د خلکو د ځورونې په تړاو نیولي دي.
په همدې حال کې د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې هم دوه کسان د تیلیفوني ګواښ او د وسله والو غلاو په تړاو نیول شوي دي.