کابل کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کابل پولیسو منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، پنځمې، اومې، اتمې، یوولسمې، پنځلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د نشه يي څښاکو، جنسي تېري، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، له استوګنځي د تښتې او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله او یو سیټ غلا شوي زر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.