کابل کې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۱:۲۴
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق په اډاڼه کې د کابل ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار په لومړۍ، درېیمې، څلورمې، اومې او نهمې ناحیو او همدارنګه د پغمان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د څارنوالۍ د قرار، د عامه امن او نظم د اخلال، دوکې، ژوبلې او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوې ده.