کابل کې ۶۹ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۰
asdfsaf

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۶۹ تنه نیولي دي.نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۱۶۰ دانې ټابلیټونه (ټابلیټ کا)، او یو مقدار چرس، ښیښه او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.