کابل کې ۴۴ زره کیلوګرامه چرس کشف او وسوځول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۷:۱۱
1

پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۳۹۹
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پټنځایونو د له منځه وړلو په پار یو لړ ګډ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۴ زره کیلوګرامه چرس کشف او له منځه وړي دي.
په دې عملیاتو کې د چرسو د درېیو زېرمو د له منځه وړلو سربېره، د نشه یي توکو د پروسېس دوه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي او همدارنګه ۱۰ کړۍ ماینونه، یو قبضه توغندی غورځوونکی، درې میله کلاشینکوفونه، یو میل سل ټکه وسله او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.