کابل کې ۲۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کابل پولیسو منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۲۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، اتمې، لسمې، یوولسمې، دیارلسمې، پنځلسمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، د وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، شکونې، د موبایل د غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د پیسو د وسله والو غلاو او د نشه یي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
هېره دې نه وي چې له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې او دوه عرادې لېږدوونکې واسطې هم ترلاسه شوې دي.