کابل کې ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۴۷
02

د تېرې یوې اوونۍ عملیاتو په لړ کې د کابل پولیسو ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وژنې، ژوبلې، وسله والو غلاوو، د غیرقانوني وسلو لېږدولو او شکونو په تړاو نیولي دي.
پولیسو یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، نهمې، دولسمې، شپاړلسمې او اتلسمې ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه عرادې غلا شوي وسایط او څلور میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.