کابل کې ۲۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې، اومې، لسمې، اولسمې او نولسمې ناحیو او همدارنګه د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، د وسایطو غلا، قتل، ژوبلې، د اسنادو جعل او تذویر، شکونې، د موبایل غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او همداراز د عامه امن او نظم د اخلال په تور تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې او یوه عراده غلا شوې لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوي دي.
د امنیتي میثاق د تطبیق په برخه کې د خلکو همکاري د عامه امن او نظم د ټینګښت لامل کېدلای شي.