کابل کې ۲۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
په تېرو ۷۲ ساعتونو کې پولیسو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پینځمې، اومې، دیارلسمې او اولسمې ناحیو او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، وسایطو غلا، موبایل غلا، د کورونو لوټولو، د وسایطو د نمبر پلېټ غلا، وسلهوالو غلاوو او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.