کابل کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۱:۲۰
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، څلورمې، شپږمې، اتمې، دیارلسمې، اولسمې، اتلسمې  او یوویشتمې ناحیو او همدارنګه بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، پر پولیسو د بریدونو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال، غصب، شکونې، دوکې او ژوبلې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.