کابل کې ۱۸ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۹:۵۱
ق

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو کابل ښار کې د ګرځنده ګزمو په ترسره کولو او د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، عامه امن و نظم د اخلال، شکونې، غیرقانوني وسلو ګرځونو او لارنیونې په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، درېیمې، اوومې، اتمې، نهمې، پنځلسمې، شپاړلسمې، اولسمې او اتلسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه څلور میله تفنګچې، دوه عرادې موټر او اته قبضې برچې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دا عملیات به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په دوامدار ډول د مجرمینو د پېژندنې او نیونې په هدف ادامه ولري.