کابل کې ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۶
6

پولیسو د تېرو دوه ورځو په لړ کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، نهمې، دوولسمې، دیارلسمې، پنځلسمې او اولسمې حوزو په اړوند سیمو کې د قتل، وسله والو غلاو، ژوبلې، د وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او همدارنګه د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه پنځه میله وسلې، دوه قابه دوربینونه او دوه قبضې برچې هم ترلاسه شوې دي.