کابل کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۲:۳۳
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق طرحې د تطبیق په پار د کابل ښار په اړوند سیمو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، یوولسمې، دولسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د موبایل غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د الکولي څښاکو او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تفنګچه او یو قبضه چاقو هم ترلاسه شوي دي.