کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۴
d

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، لسمې  او یوولسمې امنیتي حوزو او همدارنګه د ده سبز او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، وسله والو غلاو، ژوبلې، چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې او یوه قبضه برچه هم ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.