کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۹:۴
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، اومې او یوویشتمې ناحیو او همدارنګه د سروبي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د قتل، ژوبلې، د موبایل د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، وسله والو غلاو، د الکولي څښاکو او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.