کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۴:۶
1


د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د وژنې، ژوبلې، وسایطو غلا، موبایل غلا، عامه امن او نظم اخلال او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو د کابل ښار د لومړۍ، پینځمې، لسمې، یوولسمې، دیارلسمې او پینځلسمې ناحیو او همداراز د چهاراسیاب او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه او یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.