کابل کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۱
5

د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار د دویمې، درېیمې، پنځمې، شپږمې، اومې، نهمې، پنځلسمې او اولسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاوو، چپاولګرۍ، د عامه او نظم اخلال، د غیرقانوني وسلو د لېږد او لارنیونې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه درې میله بېلابېل ډوله وسلې هم کشف او ترلاسه شوې دي.
همداراز پولیسو یو عراده غلا شوې واسطه هم ترلاسه او څښتن ته یې سپارلې ده.