کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او نهمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي او چهاراسیاب ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د موبایل د غلا، شکونې او د څارنوالۍ د قرار پر بنسټ تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.