کابل کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شو
![۱](/sites/default/files/2021-08/225122279_2075157535955466_8539009639246224388_n_0.jpg)
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل چره یي، دوه قبضې تومانچې او یو اندازه نظامي مهمات او تجهیزات ترلاسه شوي دي.