کابل کې یو کس د ۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۶:۴۶
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس د ۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
نیول شوي کس یاد چرس په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ښار ته یې قاچاق کړي، چې د خیرخانې په سرکوتل سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.