کابل کې یو ماین خښوونکی ونیول شو.

نن سهار د کابل ولایت د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو ماین خښوونکی د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال له پېژندنې وروسته ونیول شو.
دا کس هغه مهال د دولسمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو، چې غوښتل یې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین او یو شمېر چاودېدونکي توکي د دې ناحیې په ګڼه ګوڼو سیمو کې ځای پر ځای کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شو.