کابل کې یو تن د انسان تښتونې په تور ونیول شو

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۰:۳۴
6

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۷ ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو تن د انسان تښتونې په تور نیولی دی.
 یاد کس په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو د څو کسیزه ډلې مشري کوله او له څه مودې دمخه تر څارنې لاندې و.