کابل کې یو ترهګر ونیول شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۱۵:۱۰
1

تېره شپه د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په "دکو" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یو ترهګر نیولی دی.
یاد کس یو کال مخکې د امنیتي ځواکونو یو منسوب په میربچه کوټ ولسوالۍ کې ترور کړی و او بیا د پېښې له سیمې تښتېدلی و.