کابل کې یو اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او لسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پلورونکو شبکو د نیولو په موخه دوه بېل هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۴۸ پوړۍ هیرویین، ۲۱۶ پوړۍ ښيښه، ۳۵۷ بوتله الکولي څښاک، ۲۹۰۰ امریکايي ډالره، ۱۱۷۰۰۰ افغانۍ او دوه میله تفنګچې هم کشف او ترلاسه کړې دي.
د دې قضیو په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.