کابل کې یوه شپږ کسیزه ډله د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شوه.
تېره ورځ د کابل پولیسو د وسایطو د غلا په تور یوه شپږ کسیزه ډله نیولې، چې له څه مودې راهیسې یې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د نقلیه وسایطو په غلا لاس پورې کوه.
دا کسان له مودې راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې وو، چې تېره ورځ د کابل پولیسو لخوا د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.